IQNA

قرآنی سورې/30

د؛روم ؛په باب د قرآن وړاند ویّنه او دمومنانو دملګرتیا او مرستې ځيری

15:25 - September 11, 2022
د خبر لمبر: 3486205
ایکنا-د ؛روم؛ ټاټوبی او له ایرانیانو سره د رومیانو جنګونه،دقرآن کریم یوه اشاره ده.په هغه پړاؤ کې چې هراکلیس په روم کې حکومت کوۀ،په لومړنیو کلونو کې ئې له ایرانه ماته وخوړله،خو  دقرآنی وحي په اساس،د روم د بریالیتوب د خبرونو اټکل وشو چې ډير زر ئې تحقق وموند.

د قرآن کریم دیرشمه سوره ؛روم؛ نومیږي . دغه سوره په شپیتو آیتونوسره ، دقرآن کریم په یویشتمې سپارې یا جزوې کې واقع ده. روم سوره په مکې کې نازله شوي یوه سوره ده  او څلور اتیایمه سوره ده چې پرپیغمبر(ص) نازله شوې ده.

؛روم؛ هغه ټاټوبی او تمدن ته اشاره کوي چې په اروپا او وړې آسیا کې (یعني په ترکیې او آناتولي ) واقع  ؤ او د روم جمهوریت، روم امپراتورۍ او ختیخي روم (بیزانس) په لاس کې ؤ.

په ؛روم ؛ ددغې سورې دنمولو علت،له ایرانیانو د رومیانو  ماتې ته اشاره او په نزدې راتلونکي کې له رومیانو څخه د ایرانیانو د ماتې پيشګوئي وه چې داسلام موافق او مخالف ئې حیرانه کړل.

هراکلیّس  دپيغمبر د نبوت په پړاړ کې  د روم یوازینی پاچا ؤ او هغه جنګونه چې په قرآن کې یاد شوی ، دهغه  د واکوالۍ په پړاؤ کې رامینځةشوي دي.

په هغه پړاؤ کې،ایرانیان لابرلاسه قدرت ؤ او ډیرې کامیابۍ ئې ترلاسه کړې وې.په قرآن کریم کې د روم ناکامیو ته اشاره شوې،خو  دا پیشګوئي یا وړاند ویّنه  هم مطرح کوي چې ډير زر به روم بریالی شي.

یوې مودې وروسته رومیانو کامیابۍ ترلاسه کړې او نهایتا په ۶۲۷ میلادي کال کې  دروم لښکرد ؛نینوا؛ په جنګ کې  ایران ته ماتې ورکړه او  دقرآن کریم پيشګوئي  یا وړاند ویّنه په  حقیقت بدله شوه.

دغه وړاندویّنه  له دې اړخه وه چې  روم،یو دیني حکومت ؤ، البته  دایرانیانو په وړاندې ئې چې  په هغه پړاؤ کې یوه متدیّنه ټولنه  نه وه،ماته خوړلې وه او مشرکانو پر مسلمانانو چې د یوه دینی حکومت او ټولنې په رامینځةکونې پسې وو، ملنډې وهلې،خو قرآن کریم  دا ژمنه کړې وه چې ډیر زر به مشرکان سربداله او لالهانده شي.

خداوندمتعال په دغه مثابل او پيښګوئۍ سره ، دخداي په چورلټې وعدې او مومنانو سره  مرسته رسونې ته اشاره کړې ده.  برخلیکونه او د ډلو جلاکیدا او پاڅونونه او نجات موندنه، توحید ته بلنه ، دانسان فطرت،دنړۍ دپيښو  او د خلکو داعمالو ترمینځ نیغ په نیغه رابطه،د فتنې او فساد پر راپنځيدو د  انسان دچلند اغیزې  او د اخلاف موضوع،ژبني تفرقې او په دین او ټولنې کې ئې منفي اغیزې  ددغې سورې نوره موضوعګانې دي.

ددغې سورې یو مشهور آیت  د فطرت آیت دی چې  الهي خټې یا د انسانانو پنځونې ډول ته ئې مخه کړې ده،او خداي او دین ته د انسان ګروهنه د هغه له باطنه راپورته شوي او فطري ګڼي.

په انسانانو کې فطري رحمت،زوجیّت  اوموّدت ، د شپې ورخې اختلفا، ژبو او نسلونو، د ورښتونو نزول او د مړاوې مځکې  احیاء د موضوع په څير الهي خلقت او دودونو د قوانینو  برخې بیان شوي  او د سود دنهي کولو په څير پر ځینو احکامو او دغه راز د اړمنو او دهغوي له خپلوانو سره د مرستو پر ضرورت ټينګار شوی دی .

تړلې خبرونه
captcha